خلیل‌زاد: د امریکا د بې‌پيلوټه الوتکو ګزمه د افغانستان په فضا کې د قانون نقض نه بلل کېږي.

زلمي خلیل‌زاد، د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني استازي، د افغانستان په هوايي فضا کې د امریکايي بې‌پيلوټه الوتکو د ګزمې په تړاو ویلي دي چې دا اقدام د امریکا د امنیت د ټینګښت په هدف ترسره کېږي او د نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه نه بلل کېږي.
خلیل‌زاد: د امریکا د بې‌پيلوټه الوتکو ګزمه د افغانستان په فضا کې د قانون نقض نه بلل کېږي.

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ زلمي خلیل‌زاد، د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني استازي، د طلوع‌نیوز ټلوېزیون سره په خبرو کې تایید کړې ده چې امریکايي بې‌پيلوټه الوتکې لا هم د افغانستان په فضا کې ګزمه کوي.

نوموړي ټینګار کړی دی چې دغه الوتنې د امریکا د امنیت د تامین په هدف ترسره کېږي او د نړیوالو قوانینو نقض نه بلل کېږي. د خلیل‌زاد په وینا، هر هېواد حق لري چې د خپلو ملي ګټو او د خپلو وګړو د امنیت د خوندي کولو لپاره لازم امنیتي تدابیر ونیسي.

هغه په دې مرکه کې ویلي دي:
«دا الوتنې د منل سویو نړیوالو اصولو په چوکاټ کې ترسره کېږي او د افغانستان د واکمنۍ نقض نه بلل کېږي، ځکه چې هدف یې برید یا لاسوهنه نه ده، بلکې د امریکا په وړاندي د ترهګریزو ګواښونو مخنیوی دي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې طالبانو څو ځله بې له اجازې الوتنې د هېواد د هوايي حریم نقض بللي دي او هغه یې غندلي دي. خو له دې سره سره، امریکا لا هم په افغانستان کې د افراطي ډلو د فعالیتونو په تړاو اندېښمنه ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x