خلیل‌زاد اسلام‌آباد ته خبرداری ورکړ: د ګواښ پر ځای دې خبرې اترې وسي

زلمی خلیل‌زاد، د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي، د پاکستان د دفاع وزیر څرګندونې د افغانستان سره د احتمالي جګړې په اړه «غیر دیپلوماتیکې او خطرناکې» بللې دي.
خلیل‌زاد اسلام‌آباد ته خبرداری ورکړ: د ګواښ پر ځای دې خبرې اترې وسي

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، زلمی خلیل‌زاد ویلي چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف څرګندونې د افغانستان سره د جګړې د احتمال په اړه غیر دیپلوماتیکې او خطرناکې دي، او خبرداری یې ورکړی چې باید اجازه ورنه کړل سي چې د خواجه آصف شخصي احساسات د کابل او اسلام‌آباد اړیکې د شخړې پر لور بوزي.

هغه زیاته کړه چې خواجه آصف د افغانستان د خلکو او د پاکستان د پښتنو پر وړاندې د خپلو افراطې دریځونو له امله پېژندل سوی، او دا سمه نه ده چې د داسې یوه کس شخصي احساسات دې د دواړو هېوادونو برخلیک د جګړې پر لور کش کړي. خلیل‌زاد په پای کې ټینګار وکړ چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ اختلافات باید د خبرو او تفاهم له لارې حل سي، نه د ګواښ او ترینګلتیا له لارې.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه