د معمار خبری آژانس د راپور له مخې؛ محمد حنیف اتمر، پخوانی د بهرنیو چارو وزیر او د افغانستان سیاسي څیره، په یوه لنډه اعلامیه کې هغه راپورونه چې «د ملی همغږۍ » په چوکاټ کې د هغه مشرتابه په اړه خپاره سوي، ناسم ګڼلي دي.
هغه ویلي: «ملي همغږی» د هېواد د سیاسي جریانونو ترمنځ یو داوطلبانه همکاري ده او کومه مرکزي مشري نه لري.
اتمر ټینګار کړی چې په دې چوکاټ کې یوازې د غړي په توګه برخه لري او هېڅ رسمي یا غیر رسمي مسؤلیت نه لري.
د اتمر د اعلامیې متن:
د دې سره یوځای، له ټولو ملي او نړیوالو رسنیو په درناوي غوښتنه کېږي چې په خپلو راپورونو او معلوماتو کې لاندې ټکي په پام کې ونیسي او واقعیتونه هماغسې چې دي انعکاس کړي:
۱. زه «د افغانستان د سولې او عدالت ملي حرکت» رئیس نه یم؛ بلکې محترم ډاکټر محمد جلیل شمس د دې حرکت په مشرتابه کې دی.
۲. «ملي همغږی» چې د هېواد د مهمو سیاسي جریانونو څخه جوړ سوی، د سیاسي اهدافو د تحقق لپاره یو داوطلبانه همکاري ده. دا نوښت مشخص سازماني جوړښت نه لري او د یوه واحد مشرتابه اړتیا نلري. د ملي همغږۍ غړي هر یو په خپلواکه توګه د خپلو داخلي اصولو او برنامو پر اساس مشري کوي، خو ټول د هغو کلنیو ملي اهدافو په چوکاټ کې چې پرې موافقه سوې، همکاري کوي.
زه، پرته له دې چې یوازې د دې مهمې ملي همکارۍ غړی یم، هیڅ رسمي یا غیر رسمي مسؤلیت نه لرم. ستاسو د پام او همکارۍ څخه په صمیمانه توګه مننه کوم.



