حنیف اتمر: د افغانستان د راتلونکي په اړه یوه کورنۍ او نړیواله اجماع رامنځته سوی ده

محمد حنیف اتمر، د افغانستان پخوانی د بهرنیو چارو وزیر او د هم لوریو جریانونو د همغږۍ د ائتلاف لوړپوړی غړی وایي چې د هېواد د سیاستوالو، د سیمې هېوادونو او نړیوالو ځواکونو ترمنځ د افغانستان د بحران د حل لپاره یو ګډ فکر رامنځته سوی او دغه اجماع پر اوسني د زغملو نه وړ حالت باندې ټینګار کوي.
حنیف اتمر: د افغانستان د راتلونکي په اړه یوه کورنۍ او نړیواله اجماع رامنځته سوی ده

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې؛ حنیف اتمر، د افغانستان پخواني د بهرنیو چارو وزیر او د هم لوریو جریانونو د همغږۍ د ائتلاف لوړپوړي غړي، د سه‌شنبې شپې (۱۸ د قوس) په یوه مرکه کې څرګنده کړې چې د افغانستان د سیاستوالو، د سیمې د هېوادونو او نړۍ ترمنځ یو ګډ فکر رامنځته سوی او دغه اجماع د افغانستان پر موجودو اندېښنو د نه‌زغمل کېدو ټینګار کوي.

اتمر د سیاسي جریانونو د هم‌غږۍ د ائتلاف جوړېدو ته په اشارې سره، چې ګډ اعلان یې د افغانستان د یو شمېر مطرحو سیاسي څېرو په حضور کې خپور سو، وویل چې د افغانستان د ثبات لاره «بین‌الافغاني خبرې» دي او له طالبانو یې وغوښتل چې دې بهیر ته غاړه کښېږدي.

هغه زیاته کړه چې امریکا به هم ژر یا وروسته بېرته د افغانستان مسئلې ته را وګرځي او د دې هېواد بهرني سیاست یې لنډمهالی او د ورځنیو اړتیاوو تابع وبله.

هغه څرګنده کړه: «د افغانستان د سیاستوالو، د سیمې هېوادونو او نړۍ ترمنځ ګډ فکر رامنځته سوی او دا اجماع د موجودو اندېښنو پر نه‌زغمل کېدو ټینګار کوي. طالبان باید دې اندېښنو ته غاړه کښېږدي او د سیاسي خبرو بهیر ومني.»

اتمر ټینګار وکړ چې د هېڅ نظام مشروعیت د زور او محدودیت له لارې نه ترلاسه کېږي، بلکې د خلکو د حقونو او آزاديو په تأمین سره رامنځته کېږي. د هغه په وینا، د دغه ائتلاف په اعلامیه کې د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو او نورو بشري اړتیاوو پر رعایت ټینګار سوی او سیاستوالو ژمنه کړې چې خپلو سیاسي موخو ته په ګډ کار سره ورسېږي.

د احمد مسعود، عبدالرشید دوستم، محمد اسماعیل خان، محمد حنیف اتمر او محمد یونس قانوني په څېر څېرې غوښتنه کوي چې بین‌الافغاني خبرې د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې تر څار لاندې پیل سي. دغه اعلامیه «د افغانستان د سیاسي ګوندونو او جریانونو ملي هم‌غږي» تر نوم لاندې په یوه آنلاین ناسته کې خپره سوې ده.

اتمر وویل چې سیاسي لاره او بین‌الافغاني خبرې لومړیتوب لري او حتی هغه کسان چې وسله‌وال مقاومت نه ردوي هم پر خبرو باور لري.

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې، چې د مقاومت د جبهې مبارزې د خبرو پر بهیر اغېز لري که نه، وویل: «دا موضوع پر ائتلاف اغېز نه کوي، خو برنامې د لومړیتوبونو له مخې تنظیمېږي.»

د اتمر په وینا، د افغانستان خلک له اوسني وضعیت ناخوښ دي او دا حالت اوږدمهاله نه سي زغملای؛ برسېره پر دې، سیمه او نړۍ هم د بې‌ثباتۍ او د کډوالۍ د زیاتېدو له امله اندېښمنې دي.

د بهرنیو چارو پخوانی وزیر زیاته کړه چې په تېرو څلورو کلونو کې سیاسي جریانونو تل د بین‌الافغاني خبرو یادونه کړې، خو لومړیتوب نه وو ورکړل سوی. هغه وویل چې د طالبانو ناتواني، د سیمې اندېښنې او د افغانستان د خلکو مشروع غوښتنې درې اصلي محرکونه دي چې د یوه اغېزمن سیاسي بهیر د رامنځته کېدو لپاره تازه انرژي برابرې کړې ده.

اتمر خبرداری ورکړ چې که پاکستان د سیاسي بهیر ملاتړ ونه کړي او له اوسني حکومت سره په سیاسي طریقه تعامل ونه لري، ستونزې به دوام ومومي. هغه همداراز وویل چې وسله‌والې ترهګرې شبکې په سیمه کې فعالې دي او ځینې دولتونه یې د خپلو اهدافو لپاره کاروي، چې زیان یې د افغانستان خلکو ته رسېږي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ځینې خلک هغه «سوځېدلې مهره» بولي، اتمر وویل: «مهمه نه ده چې زه ژوندي مهره یم یا مړه؛ اساسي پیغام دا دی چې که د افغانستان ستونزه حل نه سي، د سیمې او نړۍ ستونزې هم نه حل کېږي.»

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x