حنفي د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره په کتنه کې: اجازه نه ورکوو چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو د ناامنۍ لپاره کار واخلي

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ طالبانو د الوزرا رئیس اداري مرستیال عبدالسلام حنفي دا خبره په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له جګپوړي سیاسي مرستیال ارنوټ پاولز سره په الوداعي لیدنه کې وکړه او زیاته یې کړه: موږ غواړو د خپلو خلکو د سوله ییز او خوندي ژوند لپاره اړین شرایط برابر کړو.

حنفي همداراز وویل: موږ له نړیوالې ټولنې هیله کوو چې په افغانستان کې د کانونو، برېښنا، کرنې، روغتیا او نورو برخو کې پانګونه وکړي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې جګپوړي سیاسي چارواکي ارنوت پاولز چې له اوو کلونو وروسته او د خپل ماموریت په پای کې په دې غونډه کې ګډون کړی، په دغه هېواد کې د خپل ماموریت له تېرولو څخه خوښي څرګنده کړه.

بیشتر بخوانید:  د نړیوال بانک راپور: د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه د افغانستان پر اقتصاد منفي اغېز لري
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x