د معمار خبری آژانس د راپور له مخې؛ حنا رباني کهر، د پاکستان پخوانۍ بهرنۍ وزیرې د دوحې د درویشتمې غونډې پر څنډه له هیلاري کلینټن، د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې، سره دوستانه لیدنه او خبرې کړې دي. هغې په ټولنیزه شبکه ایکس کې په یوه یادښت کې لیکلي چې دا د دوی لومړنۍ لیدنه ده له ۱۳ کلونو وروسته؛ هغه کلونه چې د دواړو هېوادونو اړیکې «تل د افغانستان د مسئلې تر دروند سیورې لاندې» وې.
حنا رباني ویلي دي: «دا لیدنه په بشپړه توګه غیررسمي وه. کوم سخت مذاکرات نه وو؛ یوازې ازادې خبرې او غیررسمي سیاسي بحثونه. اوس کولای سو موسکا وکړو.»
دا لیدنه په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان او امریکا اړیکې په وروستیو میاشتو کې د ښهوالي او پراختیا نښې ښيي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سږکال د پاکستان د لوړپوړو چارواکو کوربه وو، په شمول د شهباز شریف، د دې هېواد لومړي وزیر او عاصم منیر د پوځ مشر چې سپینې ماڼۍ ته ورغلي وو.
اسلامآباد او واشنګټن په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان په تحولاتو کې مهم رول درلود. که څه هم امریکا په ۲۰۲۱ کال کې د خپلو ځواکونو په بشپړ وتلو سره خپل پوځي حضور پای ته ورسوه، خو پاکستان لا هم د افغانستان په سیاسي او امنیتي معادلاتو کې یو مهم لوبغاړی پاتې دی.




