د معمار پرس د خبر له مخې؛ د فلسطین اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) یوه اعلامیه خپره کړه چې د صهیونیسټ رژیم د جرمونو او په غزه کې د لوږې کړکېچ په وړاندې د نړیوالې ټولنې چوپتیا په کلکه وغندله او د نړۍ له ټولو ملتونو او آزادو خلکو څخه یې وغوښتل چې د جمعې، شنبې او یکشنبې په ورځو (د جولای ۲۵، ۲۶ او ۲۷) د لویو لاریونونو او غونډو په ترسره کولو سره د غزې له خلکو سره خپل پیوستون وښيي.
دا تحریک د نړۍ په ټولو عربي، اسلامي او آزادو هیوادونو غږ وکړ چې د غزې د ظالمانه محاصرې او د لوږې جګړې په وړاندې د لاریونونو، غونډو او د نړۍ په پلازمینو او ښارونو کې د پراخو فعالیتونو په ترسره کولو سره د خپل اعتراض غږ پورته کړي.