حماس د اسرائيلو د جنایتونو پر وړاندې د اعتراضونو نړیوال بلنه وکړه

د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس په خپل اعلامیه کې د آزادۍ غوښتونکو، د بشري حقونو فعالانو او وجدان لرونکو خلکو څخه وغوښتل چې د لاریونونو او مظاهرو له لارې د اسراییل د رژیم پر خلکو د بریدونو پر وړاندې خپل اعتراض څرګند کړي.
حماس د اسرائيلو د جنایتونو پر وړاندې د اعتراضونو نړیوال بلنه وکړه

حماس د اسرائيلو د پراخو او وینېړونکو بریدونو په غبرګون کې د نړۍ ټولو آزادۍ غوښتونکو، د بشري حقونو فعالانو او وجدان لرونکو خلکو ته بلنه ورکړې چې په لاریونونو، مظاهرو او نورو اقداماتو کې ګډون وکړي.

په اعلامیه کې ویل سوي چې د یو دوامداره او پراخ نړیوال حرکت رامنځته کولو لپاره، د هرې اونۍ جمعې تر یکشنبې ورځې د «د غزې نړیوال ملاتړ ورځې» په توګه وټاکل سي، څو د نړۍ د خلکو دافکارو فشار د اسرائيلو د رژیم د جنایتونو پر وړاندې زیات سي .

حماس ټینګار کړی چې د دې بلنې هدف دا دی چې د نړۍ د وجدان غږ نړیوالې ټولنې ته ورسیږي او بنسټونه او دولتونه دې ته اړ کړي چې عملي ګامونه پورته کړي او د دې بریدونو مخه ونیسي.

دې غورځنګ زیاته کړې چې د نړۍ چوپتیا د غیر نظامي خلکو، په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو وژنې ته د ملاتړ معنی ورکوي، او یوازې د خلکو د فشار او پراخو اعتراضونو له لارې دغه پروسه درولای سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x