د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د دوشنبې په ورځ د عقرب ۱۶مه/ د نومبر په ۷مه، په کابل کې له طالب ځواکونو سره په کتنه کې له هغوی وغوښتل چې پاکوالي مراعات کړي او عطر وکاروي.
حقاني په دې غونډه کې د خندا سره وسله والو طالبانو ته ویې ویل چې “نظافت د ایمان یو جز دی، مراعت کړئ او عطر وکاروئ”.
د يادونې وړ ده، چې د سراج الدين حقاني د وينا دغه برخه، چې په مجازي شبکو کې خپره شوې، د خلکو له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوې ده.