د معمار پرس د خبر له مخې؛ د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په اروزګان کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي چې د پاکستان وروستۍ پېښې د دغه هېواد داخلي ستونزه ده او باید پاکستانیان یې په خپله حل کړي. هغه زياته کړه، که پاکستان د زور کار واخلي، د دواړو هېوادونو وګړي به زيانمن شي. د کورنیو چارو سرپرست وزیر دا هم ویلي چې د پاکستان په سیاسي وضعیت کې بدلون د پاکستان او تحریک طالبان ترمنځ خبرې بې نتیجې کړي دي. نوموړی په دې باور دی چې اسلامي امارت د بهرنیو هېوادونو له مرستې پرته کولای شي خپلې ستونزې حل کړي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=5843
۱ کال پیش
شماره خبر 5843
منتشر شده در ۱۷:۰۹ - اسد ۳۱, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email