د معمار پرس د خبر له مخې؛ حامد کرزي په خپله ایکس پاڼه کې په یوه پیغام کې دې ته اشاره کړې چې په بشري ټولنه کې نجونې د هلکانو په شان د هېواد په پرمختګ کې پوره او اغېزمن رول لري، وویل چی د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې باید د نجونو پر مخ پرانیستل شي ترڅو افغانستان له اړتیا څخه وژغورل شي. کرزي د طالبانو له سرپرست حکومته وغوښتل چې په هېواد کې دې د نجونو لپاره د زده کړو زمینه برابره کړي. پخواني جمهور رئیس زیاته کړه: له ټولنیز ژوند او تعلیم څخه د نجونو محرومیت نه جبرانېدونکې زیانونه لري او موږ باید د خپلو اولادونو د تعلیم او د هېواد د هوساینې لپاره هر څه وکړو.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=104498
۱ میاشت پیش
شماره خبر 104498
منتشر شده در ۱۳:۱۵ - میزان ۲۳, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email