د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت له ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي سره په کتنه کې په کرمان ښار کې د تروریستي برید د غندلو ترڅنګ د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار وکړ. حامد کرزي په دې کتنه کې په کرمان ښار کې د تروريستي پيښې د غندلو په ترڅ کې د ايران د اسلامي جمهوريت له خلکو او دولت سره د خپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب څرګند کړل. تر دې وړاندې کاظمي قمي هم د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره کتلي وو.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7418
۱۱ میاشتی پیش
شماره خبر 7418
منتشر شده در ۱۳:۵۹ - جدی ۲۱, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email