د «جی۷» ډلې ځانګړو استازو او د اروپایي اتحادیې استازو په ګډه اعلامیه کې پر دې ټینګار سوی چې د افغانستان د خلکو ملاتړ به د نړیوالې ټولنې له لوري دوام وکړي او د یوه ټولشموله سیاسي بهیر جوړېدل اړین دي. د جی۷ هېوادونو او اروپایي اتحادیې استازو د پنجشنبې په سهار (د میزان ۱۰مه) په لندن کې له یوې ناستې وروسته په اعلامیه کې ویلي چې د ملګرو ملتونو تر مشرتابه لاندې د «جامع تګلاره» په نوم بهیر د افغانستان په اړه ارزول سوی دی. د دغو هېوادونو استازو هیله څرګنده کړې چې د ملګرو ملتونو سرمنشي او نوی ځانګړی استازی به له ټاکل کېدو وروسته د دې هڅو د پرمخ بیولو لپاره په واحد دریځ کې بشپړه پاملرنه وکړي. یادې ډلې ټینګار کړی چې دا باید یو بینالافغاني ټولشموله بهیر وي او څرګنده یې کړه چې په پای کې سیاسي کثرتباوري او ټولشموله حکومتولۍ د افغانستان د ریښتینې بریا لپاره ضروري دي. یادونه باید وسي چې د جی۷ ډلې غړي هېوادونه عبارت دي له: جرمني، امریکا، بریتانیا، ایټالیا، جاپان، کاناډا او فرانسه، او اروپایي اتحادیه هم د یوه غیررسمي غړي په توګه په غونډو کې ګډون کوي.
- په افغانستان کې همه شموله حکومت
د جی۷ هېوادونو او اروپایي اتحادیې استازو په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی چې بینالافغاني ټولشموله بهیر، سیاسي کثرتباوري او ټولشموله حکومت د افغانستان د ریښتینې بریا لپاره بنسټیز اهمیت لري.

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=151264
۴ ساعتونه مخکی
شماره خبر 151264
منتشر شده در 6:23 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
مطالب پیشنهادی