جنرال یاسین ضیا د افغانستان د رهبري لپاره غوره ټاکل سوی شخصیت بلل کېږي

سارا آدامز، د امریکا د مرکزي استخباراتو پخوانۍ کارکوونکې، په ټولنیزه شبکه ایکس کې په یوه پیغام کې جنرال یاسین ضیا د آزادۍ غورځنګ مشر په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره «تر ټولو مناسب» شخصیت بللی دی.

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې؛ سارا آدامز، د امریکا د مرکزي استخباراتو پخوانۍ کارکوونکې، په ټولنیزه شبکه ایکس کې په یوه پیغام کې جنرال یاسین ضیا د آزادۍ غورځنګ مشر په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره تر ټولو مناسب شخصیت بللی دی. هغې لیکلي: «پرته له دې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ څه پېښېږي او یا طالبان په کوم ډول د واک له صحنې څخه لرې کېږي چې دا ورځ خامخا راځي ـ که زه خپل حکومت رهبري کړم یا بل دولت، او اړتیا وي چې د ترهګرو پر ضد د مبارزې لپاره یو کس وټاکم، دا واضحه ده چې ولې جنرال یاسین ضیا د لیست په سر کې راځي.»

جنرال یاسین ضیا، چې د افغانستان د ملي اردو پخوانی لوی درستیز دی، د جمهوریت له سقوط وروسته د طالبانو پر ضد د مقاومت له مهمو څېرو څخه او د «آزادۍ غورځنګ» له مشرانو څخه شمېرل کېږي. دغه غورځنګ په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو په وړاندې د مقاومت اعلان کړی دی. د آدامز دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې نړیواله ټولنه لا هم د طالبانو له واک وروسته د افغانستان د سیاسي راتلونکې او احتمالي بدیلونو په اړه روښانه دریځ نه دی نیولی. خو د آدامز په شان د څېرو ملاتړ کېدای سي د طالبانو مخالفو جریانونو ته نړیوال حیثیت او مشروعیت ور زیات کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x