د معمار پرس د خبر له مخې: د کاناډا صدراعظم جسټین ټروډو د ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چي د متحده ایالاتو سره د کاناډا د یو ځای کیدو احتمال په “دوزخ کې د واورې بال د ژوندي پاتې کیدو چانس” په څیر دی. د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې ميلانی جولي هم د خپل هیواد پر کلک دریځ ټینګار وکړ او ویې ویل: کاناډا به هیڅکله د ډونالډ ټرمپ له ګواښونو څخه شا نه شي. میلانی جولي په X ټولنیزه شبکه کې لیکلي: “زموږ اقتصاد پیاوړی دی او زموږ خلک قوي دي. موږ به هیڅکله ګواښونو ته تسلیم نه شو.”
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=116284
۲۱ ساعتونه پیش
شماره خبر 116284
منتشر شده در 4:49 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email