د معمار پرس د خبر له مخې، د جرمني د کورنیو چارو د فدرالي وزارت ویاند رسنیو ته ویلي دي چې یوازې ۵۳۰ تنه جرمني ته د خطر سره مخامخ افغانانو ته د فدرالي داخلې د پروګرام له لارې داخل شوي دي. دا پروګرام په رسمي توګه د ۲۰۲۲ په اکتوبر کې پیل شو، مګر په لومړي سر کې هیڅ پرمختګ نه و. دغه پروګرام چې څه باندې یو نیم کال مخکې پیل شوی و، ټاکل شوې وه چې هره میاشت ۱۰۰۰ کسان تر پوښښ لاندې راولي، خو د تېر کال په اکټوبر میاشت کې د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې یوازې ۱۳ کسان جرمني ته داخل شوي دي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=9195
۵ میاشتی پیش
شماره خبر 9195
منتشر شده در ۱۲:۵۲ - سرطان ۳, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email