د معمار پرس د خبر له مخې: د جرمني د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزیره سوینيا شولتسه وايي، هېواد یې غواړي په کلنۍ بودجه کې د پیسو له کمښت سره سره د افغانستان له خلکو سره مرستو ته ژمن پاتې شي. د جرمني د اقتصادي همکاریو او پراختیا د وزارت وزیرې سوینیا شولتسه، د پروتوست خبري آژانس “ای پی دی” ته وویل: موږ په افغانستان کې د خلکو ملاتړ ته ژمن یو، ځکه چې [د هغوی] اړتیاوې ډیرې پاتې دي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د جرمني د نړیوالو همکارانو ټولنې ویلي چې له افغانستانه به ووځي. بايد يادونه وشي، چې د طالبانو د حکومت له پرځېدو سره په هېواد کې اقتصادي کړکېچ لاپسې زيات شوى دى. د ملګرو ملتونو د یوه تازه راپور له مخې، دا مهال شاوخوا ۲۳ میلیونه وګړي، چې د افغانستان د نفوس له نیمايي ډېر دي، بشري مرستو ته اړتیا لري.

- 48
- کې خپور شو 11:44 ق.ظ
- د خبر شمیره 9577
- July 21, 2024
- کې خپور شو 11:44 ق.ظ
- د خبر شمیره 9577
- July 21, 2024
- خبرونه
- تازه تازه 11:44 - July 21, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9577
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

له سیمې څخه د ۷۴۵ افغان کډوالو کورنیو بېرته ستنېدل
7 ساعتونه پیش


تاجیکستان له طالبانو څخه د بخښنې غوښتنه وکړه
7 ساعتونه پیش

0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments