د معمار پرس د خبر له مخې؛ د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د طالبانو سره د هیواد د وروستیو اړیکو د راپورونو په ځواب کې اعلان وکړ چې له دې ډلې سره د ډیپلوماټیکو او سیاسي اړیکو جوړول په اجنډا کې نه دي او ټولې اړیکې یوازې په تخنیکي کچه دي.
دا څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې په قطر کې د طالبانو سفیر په دوحه کې د افغانستان لپاره د جرمني له شارژدافیر سره ولیدل.