د معمار پرس د خبر له مخې؛ د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر ډیبرټ د چهارشنبې په ورځ د هیواد کابینې ته یو پلان وړاندیز کړ، چې پر بنسټ یې د هغو کډوالو د کورنۍ غړو بیا یوځای کیدل چې د فرعي محافظت لاندې دي به په جدي توګه محدود وي.
د پلان له مخې، د دې کډوالو کورنۍ به یوازې په “ډیر بیړني” قضیو کې او د دوو کلونو تیریدو وروسته په جرمني کې د دوی سره یوځای کیدو ته اجازه ورکړل شي.