جبران یوازې یو مشهور شاعر یا نړیوال لیکوال نه وو، بلکې د انسان د ژورو کړاوونو تعبیرګر، د آزادۍ مینې راوی، او د ژوندۍ او هوښیار ایمان مبلغ وو؛ یو داسې مفکر چې آزادۍ ته د انسان په جوهر کې ارزښت ورکوه. د علامه محمدتقي جعفري په ژورې څرګندونې: که جبران ته د ژوند اوږدوالی نصیب سوی وای، نو کولی سو د «لبنان مولانا» یې وبولو.
د جبران خلیل جبران د زوکړې ورځ، موږ ته زمینه برابروي چې د هغه انساني، عرفاني او اخلاقي فکرونو ته بیا کتنه وکړو، فکرونه چې د روح په ژبه یې د ختیځ او لویدیځ ترمنځ یوه تلپاتې اړیکه جوړه کړې. دا مناسبت دې ټولو هغو کسانو ته مبارک وي چې معنا، عرفان، اخلاق او د انسان کرامت ته ارزښت ورکوي او لا هم د جبران خبرې د ځان د لټونګر روح لپاره د لارې څراغ ګڼي.
جبران یوازې یو مشهور شاعر یا نړیوال لیکوال نه وو، بلکې د انسان د ژورو کړاوونو تعبیرګر، د آزادۍ مینې راوی، او د ژوندې او هوښیار ایمان مبلغ وو؛ هغه مفکر وو چې آزادۍ ته د انسان په جوهر کې ارزښت ورکوه. د علامه محمدتقي جعفري په ژورې څرګندونې: که جبران ته د ژوند اوږدوالی نصیب سوی وای، نو کولی سو د «لبنان مولانا» یې وبولو.
د جبران ژوند له ابتدا څخه له فقر، کډوالۍ، له لاسه ورکولو او یوازیتوب سره تړلی وو. په یوه فقیرې کورنۍ کې زېږېدنه، یو عاجز پلار او یوه ثابت قدمه مور، او وروسته امریکا ته کډوالېدل، هغه داسې انسان جوړ کړ چې کړاو یې نه یوازې تصادفي ګڼه، بلکې د روح د ویښیدو زمینه ګڼله. دغه تجربه په هغه خبرو کې څرګنده ده، کله چې وایي:
«هغه خزانه چې ستاسې نامحدودو ژورو کې پټه ده، په داسې یوه شیبه کې به څرګنده سي چې تاسو پخپله نه پوهېږئ.»
د جبران په نظر، کړاو د کمال مخنیوی نه دی، بلکې د ځان د موندلو دروازه ده؛ دا لیدل د اسلامي عرفان او په ځانګړي ډول د مولوي فکر سره همغږي لري.
د جبران د فکر یو بنسټیز محور د انسان او هستۍ یووالی دی. هغه مشهوره جمله لري:
«ټول هغه څه چې په خلقت کې دي، ستاسې دننه دي، او هر هغه څه چې ستاسې دننه دي، په خلقت کې دي.»
دا جمله د هستي پېژندنې ژور لید وړاندې کوي چې انسان د کاینات بشپړ انعکاس ګڼي. دغه فکر انسان له یو غیرفعال موجود څخه یو مسؤل فاعل ته بدلوي؛ داسې انسان چې نه سي کولی نړۍ اصلاح کړي، پرته له دې چې لومړی خپل درون سم کړي.
له ټولنیز اړخ څخه، دا لیدل د فردي او ټولیزې بېمسؤولیتۍ په وړاندې جدي نقد دی، ځکه «ریښتینی ژوند زموږ په دننه کې دی»، نه یوازې په بهرنیو جوړښتونو کې.
جبران یو ژوندې او فعاله دیني لید وړاندې کوي؛ داسې دین چې په ورځني عمل او اخلاقو کې څرګندیږي. لکه څنګه چې ویلي:
«ستاسې ورځنی ژوند د عبادت ځای او همدارنګه ستاسې دین دی.» او همدارنګه: «ایمان د عمل نه جلا ندی او عمل د فکر نه.»
هغه په دې خبرو کې په حقیقت کې د ظاهري او ریاکارې دیني عمل نیوکه کوي؛ هغه دین چې هغه په خپلو اثارو کې څو ځلې یې په وړاندې دریدلې او د همدې له امله د متعصبینو غضب راپارولی وو. جبران، لکه د لویو عارفانو په څیر، ایمان د دننه تجربه او ټولنیز مسؤلیت ګڼلو، نه د برترۍ لپاره وسیله.
د جبران په فکر کې، مینه یو سطحې یا د عادت محصول نه دی: «مینه د دوو پېژندل سوو روحونو قرابتي نتیجه ده.»
هغه مینه د یوه مقدس تړون په توګه ګڼي، چې نه د جبر، نه د زړو دودونو، او نه هم د مالي حسابونو سره سمون خوري. دغه لید هغه د ټولنیزو ظالمانه دودونو، په ځانګړي ډول د واده او انساني اړیکو په برخه کې نیوکه کوونکي ګرځوي.
جبران همدارنګه په دنني آزادۍ باور لري؛ داسې آزادۍ چې حتی ځواکونه هم نه سي کولای خاموشه کړي:
«کوم د آدم زوی کولای سي چې د اسمان په غږ کې د چکاوک سندره ودرول سي؟»
علامه جعفري جبران د یوه ژور مفکر په توګه ګڼه، او وایي که د هغه عمر اوږد وای، کولی سوای د «لبنان په مولانا» بدل سوی وای. دا خبره مبالغه نه ده؛ ځکه دواړه انسان ته د الهی، عاشق، فعال او د کیدو په لاره کې موجود ګڼي. توپیر یوازې په ژبه او جغرافیه کې دی، نه په ژور فکرونو کې. جبران د مهاجرت، د هویت بحران او عصري انسان مولوي دی.
جبران خلیل جبران، له دین، ملت او ژبې څخه پورته، د انسان د ویښ وجدان غږ دی. هغه موږ ته ښيي چې ایمان پرته له عمل، مینه پرته له آزادۍ، او دین پرته له انسانیت څخه، تش او بې روحه دی. په داسې نړۍ کې چې لا هم د ریا، تشدد او بیګانګې سره مخ ده، د جبران ژوند او خبرې بیا لوستل یوازې ادبي کار نه، بلکې یوه فرهنګي او اخلاقي اړتیا ده.
د هغه د زوکړې ورځ دې مبارک وي؛ ځکه د هغه فکر لا هم ژوندی دی او له موږ سره خبرې کوي.




