د جاپان حکومت اعلان کړی چې د هغو ۱۱۴ افغانانو د پناه غوښتنه یې منلې چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته له افغانستانه وتلي دي. جاپاني چارواکو دا خبر د چهارشنبې په ورځ د سرطان په ۲۱ مه اعلان کړی دی. د دوی په خبره، دغه ۱۱۴ افغان کډوال په افغانستان کې د جاپان اړوندو ادارو د سیمه ییزو دفترونو کارکوونکي او د هغوی کورنۍ دي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې جاپان ته رسېدلي دي. د راپورونو له مخې دغو مهاجرو پرون د جاپان د مهاجرت له دفتر څخه خپل د پناهندګۍ اسناد ترلاسه کړل.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=5301
۱ کال پیش
شماره خبر 5301
منتشر شده در ۱۶:۵۳ - سرطان ۲۱, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email