د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ د خوړو نړیوال پروګرام د یکشنبې په ورځ، د حوت په درېیمه، په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې جاپان د افغانستان د زیانمنو کورنیو د ملاتړ لپاره څلور میلیونه ډالره ځانګړې کړې دي.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، د دغې مالي مرستې په وسیله به شاوخوا ۸۰ زره افغانان د ژوند د ژغورونکو خوراکي مرستو څخه ګټه واخلي او نږدې ۳۰ زره میندې او ماشومان به حیاتي تغذیوي خدمات ترلاسه کړي.
د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې چې دا مرستندویه بسته به د یو شمېر زیانمنو کسانو د ژوند ژغورلو کې مرسته وکړي او د لوږې د پراخېدو مخه به ونیسي.
د یادونې وړ ده چې جاپان تر دې وړاندې هم د روان کال د قوس په میاشت کې اعلان کړی و چې افغانستان کې اړمنو وګړو ته یی د ۱۹.۵ میلیونه ډالرو بشري مرسته ځانګړي کړي ده.
د شمېرو له مخې، جاپان د ۱۴۰۰ کال د اسد په میاشت کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، تر اوسه پورې له افغانستان سره د ۵۴۹ میلیونه ډالرو څخه زیاته مرسته سره کړې ده.



