د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د جاپان حکومت ویلي چې افغانستان ته د ۱۹.۵ میلیونه ډالرو نوې بشري مرستې د ځانګړې کولو پرېکړه یې کړې ده. دغه مرستې د افغانستان د بېړنیو بشري اړتیاوو د پوره کولو او د مرستندویو پروګرامونو د ملاتړ په موخه برابرې سوې دي.
د جاپان سفارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا مرستې به د خلکو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ولګول سي، چې پکې روغتیايي خدمتونه، خوراکي توکي، سرپناه او نور حیاتي اړتیاوې شاملې دي، او دا به د ملګرو ملتونو د بنسټونو، نړیوالو سازمانونو او جاپاني غیردولتي بنسټونو له لارې ولګول سي.
په دې اعلامیه کې راغلي چې له هغه راهیسې چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته رسېدلي، افغانستان ته د جاپان ټولې بشري مرستې تر اوسه له ۵۴۹ میلیون ډالرو څخه زیاتې سوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو بیا بیا خبرداری ورکړی چې افغانستان لا هم د نړۍ له سترو بشري بحرانونو څخه یو تجربه کوي. د دې بنسټ په وینا، د افغانستان میلیونونه وګړي د اقتصادي سقوط، پراخې بېکارۍ او د مرستندویو عملیاتو د دوام لپاره د مالي سرچینو د کمښت له امله پر نړیوالو مرستو متکي دي.




