د معمار پرس د خبر له مخې؛ د جرمني د فدرالي احصایې دفتر د نویو خپرو شویو معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې ۲۹۱،۹۵۵ کسانو په هیواد کې تابعیت ترلاسه کړ، چې د تیر کال په پرتله ۴۶ سلنه زیاتوالی دی.
دا احصایه، چې د یو بې ساري ریکارډ په توګه تشریح شوې، د جرمني په ټولنه کې د مهاجرینو، په ځانګړې توګه د افغانستان څخه، مهم رول منعکس کوي.