تړل سوي بندرونه او د افغانستان–پاکستان سوداګرۍ ته ۶۰۰ میلیونه ډالري زیان

خان‌جان الکوزی، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي، ویلي چې د سرحدي لارو له تړل کېدو مخکې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ هره میاشت شاوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالره سوداګري کېده، خو اوس دا سوداګري په بشپړه توګه درېدلې ده.
مرزهای بسته و زیان ۶۰۰ میلیون دالری برای تجارت افغانستان – پاکستان

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې؛ خان‌جان الکوزی د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي، په یوه مرکه کې ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي لارو تړل کېدو د دواړو لورو سوداګرو ته مستقیم او غیرمستقیم جدي زیانونه اړولي دي.

هغه زیاته کړه: «اوس مهال د افغانستان انګور چې نږدې ۵۰ میلیونه ډالره ارزښت لري، فاسد سوي دي. اوس چې د پاکستان د سبزیو نوبت دی، هره ورځ شاوخوا دوه میلیونه ډالره زیان اوړي.»

الکوزي ټینګار وکړ چې افغانستان له پاکستان سره پنځه مهم او ستراتیژیک بندرونه لري، او دا مهال د افغان سوداګرو د ترانزیتي توکو له ۱۰ تر ۱۵ زرو پورې کانتینرونه د پاکستان په بندرونو کې بند پاتې دي. د نوموړي په وینا، د دغو توکو بند پاتې کېدل «هره ورځ سلګونه میلیونه ډالره» سوداګرو ته زیان اړوي، ځکه توکي فاسدېږي او نور د خرڅلاو ارزښت نه لري.

د هغه په وینا، د بندرونو له تړل کېدو مخکې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ هره میاشت شاوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالره سوداګري کېده، خو اوس دا سوداګري درېدلې ده. په دې موده کې نږدې ۶۰۰ میلیونه ډالره سوداګري نه ده سوې، فابریکې درېدلې دي او اقتصادي څرخ له کاره لوېدلی دی.

هغه زیاته کړه چې د هېواد په بازارونو کې د توکو بیې لوړې سوې دي، باغ‌داران زیانمن سوي دي او د هرې ورځې په تېرېدو سره زیانونه زیاتېږي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي او سوداګریز بندرونه له څه باندې دوو میاشتو راهیسې د سوداګرۍ پر مخ تړلي پاتې دي. دا تړل کېدل د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ له اته‌ورځنۍ نښتې وروسته رامنځته سول، او تر اوسه دواړه لوري د بندرونو د بیا پرانیستلو لپاره کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي.

سره له دې چې طالبانو له پاکستاني لوري سره په دوحه، استانبول او ریاض کې څو پړاوه خبرې کړې دي، خو دا خبرې بې‌پایلې پای ته رسېدلې دي. تر دې وړاندې، عبدالغني برادر، د طالبانو د وزیرانو شورا اقتصادي مرستیال، ویلي وو چې بندرونه به یوازې هغه مهال پرانیستل سي چې پاکستان ژمنه وکړي تر هېڅ شرایطو لاندې به یې بیا نه تړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x