د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، عبدالمتین قانع، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند، ویلي چې یو پلاوی د محمد ابراهیم صدر په مشرۍ تهران ته سفر کړی دی.
قانع دا خبر د یکشنبې په ورځ، د لړم په څلورمه، د خپل رسمي ایکس حساب له لارې خپور کړی او زیاته یې کړې چې دغه طالب چارواکی د اکو د سازمان په څلورمه ناسته کې د ګډون لپاره ایران ته تللی دی. نوموړي ویلي چې د دې سفر موخه، د اکو په ناسته کې ګډون تر څنګ، د طالبانو د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا له سیمهییزو هېوادونو سره ده.
د طالبانو د چارواکو سفرونه ګاونډیو هېوادونو ته په داسې حال کې روان دي چې دا ډله هڅه کوي خپلې سیمهییزې اړیکې ټینګې کړي، خو لا هم د ډېرو هېوادونو لهخوا د رسمي حکومت په توګه نه ده پېژندل سوې.
11:19







