تهران او کابل د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا لپاره د چابهار پر رول ټینګار وکړ

د ایران د اسلامي جمهوریت د چابهار د ازادې سیمې مشر او په تهران کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو استازي د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا او د ترانزیت د ودې لپاره د چابهار بندر د ظرفیتونو پر کارولو ټینګار وکړ او دا بندر یې د دواړو هېوادونو ترمنځ له مهمو اقتصادي لارو څخه وبله.
تهران او کابل د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا لپاره د چابهار پر رول ټینګار وکړ

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د ایران اسلامي جمهوریت د چابهار د ازادې سیمې د ادارې د مدیره پلاوي مشر او عمومي رئیس محمد سعید اربابي، او په تهران کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو استازي فضل‌محمد حقاني، په یوې لیدنه کې د افغانستان او ایران ترمنځ د ترانزیت د پراختیا او د سوداګرۍ د زیاتوالي لپاره د چابهار بندر پر کلیدي رول ټینګار وکړ.

دا لیدنه د چابهار د ازادې سیمې د مسؤلینو او د یو شمېر افغان سوداګرو په حضور کې ترسره سوه، چې پکې دواړو لورو چابهار د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي راکړې ورکړې د پیاوړتیا له مهمو بسترونو څخه وبله.

په دې ناسته کې د چابهار بندر د ظرفیتونو د اغېزمنې استفادې لارې چارې وڅېړل سوې او د صادراتو اسانتیا، د سوداګریزو راکړو ورکړو د حجم زیاتوالی، د ترانزیتي لارو پراختیا او د افغان سوداګرو د اقتصادي فعالیتونو پر وړاندې د شته خنډونو لرې کول، د خبرو اترو له مهمو محورونو څخه وبلل سول.

دواړو لورو همدارنګه ټینګار وکړ چې د چابهار د ترانزیتي ظرفیتونو ښه کارونه کولای سي د ترانسپورټ لګښتونه راکم کړي، د افغانستان لاسرسی سیمه‌ییزو او نړیوالو بازارونو ته اسانه کړي او دوه‌اړخیزې اقتصادي همکارۍ پیاوړې کړي.

د یادونې وړ ده چې چابهار کولای سي افغانستان له ازادو اوبو سره ونښلوي او د لنډې او ارزانه ترانزیتي لارې په توګه، د وارداتو او صادراتو لګښتونه راکم کړي، پر نورو لارو لکه پاکستان تکیه کمه کړي او د نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي له لارې اقتصادي ثبات اسانه کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x