د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) او یونیسف د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د سرخکان (سرې) ناروغۍ د واکسین ملی کمپاین دوهم پړاو په بریالیتوب سره پای ته رسېدلی دی. په دې مرحله کې، اته میلیونه ماشومان د هېواد په ۱۷ ګرمو ولایتونو کې واکسین سوي دي. د کمپاین دا پړاو د اکتوبر پر ۲۹مه پیل سوی وو او هغه ماشومان چې عمرونه یې د شپږو میاشتو څخه تر لسو کلونو پورې دي شامل کړي.
تر دې مخکې، په لومړي پړاو کې ۸.۳ میلیونه ماشومان د هېواد په یخو ولایتونو کې واکسین سوي وو. د روغتیا نړیوال سازمان د چارواکو په وینا، دغه کمپاینونه د سرې ناروغۍ د پراخې خپرېدنې او په هېواد کې د واکسین د پوښښ د کمېدو لپاره پیل سوي وو او په ټولیز ډول یې د هېواد ۹۱.۷ سلنه ماشومان پوښلي دي. تاجالدین اویواله، په افغانستان کې د یونیسف استازي، دغه لاسته راوړنه د ماشومانو د ژوند د خوندي کولو یو مهم ګام بللی او ټینګار یې کړی چې د سرخکان (سرې) ناروغي، سره له دې چې په بشپړه توګه د مخنیوي وړ ده، هېڅکله باید د ماشومانو د مړینې لامل نه سي.
د روغتیا نړیوال سازمان هم دغه کمپاین یوه لویه بریا بللی او اعلان یې کړی چې د دواړو پړاوونو تر بشپړېدو وروسته له ۱۶.۶ میلیونو څخه ډېر افغان ماشومان د دې وژونکې ناروغۍ پر وړاندې خوندي سوي دي.




