د معمار پرس د خبر له مخې؛ په کابل کې د ترکیې د سفارت شارژدافیر جنک اونال د افغانستان د زیربنایي پروګرامونو او د پوهنې د سیستم د پیاوړتیا په برخه کې د خپل هیواد د همکارۍ اعلان وکړ. د چمتووالي دغه اعلان په کابل کې د طالبانو له خوا د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر ندا محمد ندیم سره د اونال د کتنې پر مهال وشو. په دې کتنه کې دواړو لورو د ترکیې او افغانستان ترمنځ د علمي او کلتوري اړیکو پر پیاوړتیا، د علمي او څیړنیزو تجربو پر شریکولو او د ګډو ښوونیزو مسایلو په اړه خبرې وکړې. اونال دغه راز اعلان وکړ چې ترکیه د افغانستان د ښوونیز نظام د زیربناوو د پراختیا په برخه کې همکارۍ ته چمتو ده.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7527
۱۰ میاشتی پیش
شماره خبر 7527
منتشر شده در ۱۳:۲۱ - جدی ۲۸, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email