د معمار پرس د خبر له مخې؛ د اناتولي په وینا؛ د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا د یکشنبې په ورځ (د مارچ ۱۰مه) دا خبر ورکړ چی په ساکاریا ولایت کې د «بزدوغان-۱۱» په نوم د عملیاتو په ترڅ کې ۳۳ تنه له داعش ترهګرې ډلې سره د همکارۍ په تور نیول شوي دي. یرلیکایا زیاته کړه: “د بزدوغان – ۱۱ عملیاتو په جریان کې چې په ساکریا کې په ورته وخت کې ترسره شوي ۳۳ شکمن کسان نیول شوي. مشکوکانو د سیمه ایزو ټاکنو څخه دمخه د تخریب کار کولو چمتووالی نیولی و.” په همدې حال کې په روانه میاشت کې د ترکیې د استخباراتو سازمان او د ترکیې پولیسو اوه تنه د اسراییلو د استخباراتو او ځانګړو عملیاتو سازمان (موساد) ته د “معلوماتو پلورلو” په تور ونیول. تېره میاشت هم د ترکیې امنیتي ځواکونو ۱۸ تنه د داعش ډلې د غړیتوب په تور نیولي وو.

- 52
- کې خپور شو 11:23 ق.ظ
- د خبر شمیره 7947
- March 11, 2024
- کې خپور شو 11:23 ق.ظ
- د خبر شمیره 7947
- March 11, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

د افغانستان د مخابراتو په برخه کې د سل میلیونه ډالرو پانګونه
15:29 - January 8, 2026

د طالبانو په مهمو وزارتونو کې پراخ او بنسټیز بدلونونه
15:03 - January 8, 2026


د خلکو شکایت د طالبانو د بي توجهی څخه د کاري بحران په وړاندي
14:56 - January 8, 2026
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments