ترکیه او د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان د خلکو په ملاتړ او رغنده خبرو اترو ټینګار کوي

تاکید ترکیه و سازمان همکاری اسلامی بر حمایت از مردم افغانستان و انجام گفتگوهای سازنده

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د اسلامي همکاریو سازمان اعلان وکړ چې د افغانستان لپاره د دې سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت، په کابل کې د ترکیې پخواني سفیر او د هیواد د بهرنیو چارو وزارت کې د سویلي آسیا لپاره عمومي رییس جیهاد ارګیناي سره د افغانستان د پرمختګونو او راتلونکي په اړه خبرې وکړې.

د اعلامیې له مخې، د غونډې په جریان کې د بحثونو اصلي تمرکز په افغانستان کې سیاسي، اقتصادي او بشري مسلو، په ځانګړي توګه د اسلامي همکاریو سازمان او ترکیې ترمنځ د افغانانو سره د مرستې لپاره د همکارۍ څرنګوالی باندې وو.

دواړو خواوو د افغانانو د ملاتړ او له طالبانو سره د رغنده خبرو اترو د هڅولو لپاره د دوامداره همکاریو پر اهمیت ټینګار وکړ.

همدارنګه، په غونډه کې د اسلامي همکاریو سازمان د پریکړو سره سم، په افغانستان کې د ننګونو د حل لپاره په مختلفو نظرونو او طریقو بحث وشو.

بیشتر بخوانید:  د شهید قاسم سلیماني ځلانده ژوند ته یوه کتنه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه