ترکمنستان ته د طالبانو د ۲۳ کسیز اقتصادي پلاوي سفر

ترکمنستان ته د طالبانو د ۲۳ کسیز اقتصادي پلاوي سفر

طالبانو د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د جمعې په ورځ د حوت په ۱۱مه وویل، چې د دغه وزارت یو ۲۳ کسیز پلاوی د دغه وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ عشق اباد ته تللی دی. د طالبانو د سوداګرۍ وزارت ویلي چې د دې سفر موخه د “افغان-ترکمن سوداګریزې اړیکې” د لومړي کنفرانس پرانیستل او د ګډو نندارتونونو جوړول وو. د طالبانو په پلاوي کې د افغانستان د خصوصي سکتور استازي هم شامل دي. د طالبانو پلاوی به په دغه سفر کې د ترکمنستان له چارواکو او د دغه هېواد د خصوصي سکتور له چارواکو سره هم وګوري.

بیشتر بخوانید:  د ملي تدارکاتو کمېسیون د څه باندې څلور میلیارد افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x