ترکمنستان افغانستان ته ۱۲۵ ټنه بشري مرسته راواستوله

ترکمنستان افغانستان ته ۱۲۵ ټنه بشري مرسته راواستوله

د معمار پرس د خبر له مخې؛  د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په دې مرستو کې درمل، طبي وسایل، خوراکي توکي او ټوکران شته دي.

د دغه بشردوستانه کړنې تر څنګ د ترکمنستان له روغتیا وزارت څخه د طبي او مشورتي مرستو د وړاندې کولو لپاره د طبي کارکوونکیو یوه ډله هغه زیږنتون ته، چې ترکمنستان پر ۲۰۱۶ ز. کال د هرات په تورغنډۍ کې جوړ کړی و هم راستول شوې ده.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، له افغانستان سره دغه بشري کړنه د ترکمنستان د خلکو د بشردوستانه اصولو او دودونو او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د دوستانه اړیکو د پراختیا لپاره د ترکمنستان د حکومت د دوامداره فعالیتونو پر بنسټ ترسره کېږي.

بیشتر بخوانید:  قطر: د غزې اوربند باید د تلپاتې سولې دروازه شي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x