تاشکند به د افغانستان په هکله د یوې نړۍوالې غونډې کوربه وي

لنډ لینک: https://memar.press/?p=594
۳ کلونه مخکی
د خبر شمیره 594
کې خپور شو 6:46 ب.ظ

د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې تاشکند به ډېر ژر د افغانستان په هکله د یوې نړۍوالې غونډې چې د څه باندې ۲۰ هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو استازي به په کې حضور ولري کوربه وي.

د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت په يوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه غونډه به د جولای میاشتې په ۲۵ او ۲۶ جوړه شي.

په دې غونډه کې به د سیمه ییزو، اقتصادي او سوداګریزو مسایلو په تړاو خبرې وشي.

په دغې خبرپاڼه کې راغلي دي:«د دې غونډې اصلي موخه دا ده، چې له جګړې وروسته د افغانستان ټیکاو، امنیت، بیارغونې او له سیمه ییزو همکاریو سره د هغه د یوځای کولو لپاره چې د افغانستان د خلکو او ټولې نړۍ په ګټه وي، نړۍوالې ټولنې ته تګلار وټاکي.»

د دغې خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې به د څه باندې شلو هېوادونو او نړۍوالو مرستندویانو استازي ګډون ولري.

د سیاسي چارو شنونکی ولي فروزان وايي:«د خپله ازبیکستان په وینا، له افغانستانه د نړۍ پاملرنه لرې شوې ده او نړۍ مسوولیت لري چې د افغانستان په تړاو د اقتصاد او د افغانستان د نظام په هکله یو مهم رول ولوبوي، چې افغانستان څنډې ته نه شي او اقتصادي او سیاسي سیسټم یې په بشپړه توګه ونه پاشل شي.»

د اقتصادي چارو شنونکي نازکمیر زیارمل هم وویل:«په اقتصادي برخه، افغانستان ته د بشرپاله مرستو، د افغانستان ټرانزیټي مسایلو او له افغانستان سره د ازیبکستان د نیمګړو پروژو په ځانګړې توګه له ازبیکستانه تر کابله او له کابله تر پېښوره د رېل پټلۍ مسایل به د دغې غونډې په اجنډا کې وي او بحث به پرې وشي.»

بل خوا کابل وایي چې ټاکل شوې ده، د ازبیکستان په رسمي بلنه د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی چې د ځينو نورو وزارتونو استازي به هم په کې شامل وي، په دې غونډه ې ګډون وکړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګنده کړه:«د ازبیکستان په رسمي بلنه، د امیرخان مقتي په مشرۍ د دغه پلاوي په تشکیل کې د وزارتونو او سکټوري بنسټونو غړي به هم حضور ولري او اسلامي امارت خپله داعیه او د هېواد اړتیاوې به څرګندې کړي او د دغې غونډې په څنډه کې به له بېلابېلو لوریو سره بحث او خبرې وکړي.»

تر دې مخکې هم د افغانستان په تړاو څو غونډې جوړې شوې دي، خو تراوسه هېڅ هېواد سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
وزیر-تحصیلات-طابان-
د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر: د هېواد تعلیمي نظام د «اسلامي او افغاني کلتور» سره سم تنظیم سوی
د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر اعلان کړی چې د افغانستان د لوړو زده‌کړو نظام د هېواد د دیني او کلتوري ارزښتونو مطابق بیاکتل سوی او علماو او د پوهنتون استادانو له دې لیدلوري ملاتړ کړی دی.
سخنگوی-طالبان-1-7
ذبیح الله مجاهد: د طالبانو او پاکستان خبرې په ترکیه کې ادامه لري
د طالبانو د حکومت ویاند اعلان وکړ چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دوهم پړاو خبرې په ترکیه کې د درېیمې ورځې لپاره ادامه لري او د طالبانو حکومت په دې باور دی چې اختلافات باید د خبرو اترو له لارې حل سي.
ekhraj-mohajerin-
پاکستان د یو ورځې په ترڅ کې نږدې ۸۰۰۰ افغان مهاجرین له خپلې خاورې څخه وایستل
د طالبانو د کډوالو عالي کمیسیون ویلي چې پاکستان یوازې په تېره یوه ورځ کې نږدې ۷۹۹۶ افغان مهاجرین له خپل هېواد څخه اخراج کړي دي. دغه شمېر په تېرو څو اونیو کې د کډوالو د ایستلو له پلوه بې‌ساری بلل کېږي.
برقققق-3
د ازبکستان وارداتي برېښنا له لسو ورځو پرې کېدو وروسته په افغانستان کې بېرته وصل سوه
د «برشنا» شرکت اعلان کړی چې د ازبکستان له لوري واردېدونکې د برېښنا یو لین، چې نږدې لس ورځې مخکې د دواړو هېوادونو په صفري نقطه کې پرې سوې وو، بېرته نښلول سوې دي.
تازه مهم خبرونه
راپور او مرکه
نوې څېړنه: د طالبانو تګلارې د بدلون او ثبات مخه نيولې ده
د يوې نوې څېړنې پايلې ښيي چې د طالبانو سياستونه او کړنلارې د افغانستان د هر ډول بدلون او ثبات لاره بنده کړې او د دې هېواد د وضعيت د ښه کېدو هڅې يې ناممکنې کړې دي.
د طالبانو د ژبنۍ او فرهنګي تګلارې سیاستونه
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د لوحو او اعلانونو د اصلاح کمیسیون ددې ادارې د ژبني او فرهنګي سیاستونو په چوکاټ کې د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې له ۲۰۰ څخه ډېرې اعلانیزې تختې له ژبني اړخه سمې کړې دي.
په افغانستان کې د قطر د نوي سفیر ټاکنه؛ ویس ناصري: دوحه د طالبانو له پیاوړو ملاتړو څخه ده
ویس ناصري، سیاسي کارپوه، د قطر د نوي سفیر د ټاکلو په اړه ویلي چې دوحه، چې د طالبانو له پیاوړو ملاتړو څخه ده، د دې ډلې په واکمنېدو کې اساسي رول لوبولی دی.