تاجیکستان له طالبانو څخه د بخښنې غوښتنه وکړه

د تاجیکستان د ملي امنیت کمیټې د دې هېواد د دوو سرحدي ساتونکو د وژل کېدو وروسته، چې ویل کېږي «له افغانستان څخه د نفوذ کوونکو ترهګرو سره په شخړه کې» وژل سوي، له طالبانو وغوښتل چې د سرحدي امنیت د نه تضمین له امله د تاجیکستان له خلکو څخه بخښنه وغواړي.
تاجیکستان له طالبانو څخه د بخښنې غوښتنه وکړه

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د تاجیکستان د ملي امنیت کمیټې د دې هېواد د دوو سرحدي ساتونکو د وژل کېدو وروسته، چې ویل کېږي «له افغانستان څخه د نفوذ کوونکو ترهګرو سره په شخړه کې» وژل سوي، له طالبانو وغوښتل چې د سرحدي امنیت د نه تضمین له امله د تاجیکستان له خلکو څخه بخښنه وغواړي.

دې کمیټې په یوه بیانیه کې وویل: «طالبانو د خپلو نړیوالو ژمنو او د تاجیکستان جمهوریت سره د ګډې پولې د امنیت او ثبات د ټینګښت او د ترهګرو سازمانونو د غړو په وړاندې د مبارزې په برخه کې جدي او څو ځله بې‌مسؤولیتې ښودلی ده.»

د تاجیکستان د ملي امنیت کمیټې ټینګار وکړ چې هیله لري د طالبانو اداره به د تاجیکستان له خلکو څخه بخښنه وغواړي او له طالبانو یې د ګډو پولې د امنیت د ټینګولو او د داسې پېښو د بیا تکرار مخنیوي لپاره د سمدستی اقدام غوښتنه کړې ده.

د تاجیک چارواکو په وینا، دا شخړه د چهارشنبې په ورځ، د جدی د میاشتې په ۳مه، د دواړو هېوادونو په پوله کې رامنځته سوې، او په نتیجه کې یې دوه تاجیک سرحدي ساتونکي او د یو ترهګریز سازمان درې غړي وژل سوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x