تاجیکستان د طالبانو سفیر رسماً قبول کړ

د خبري سرچینو د راپور له مخې، له هغه وروسته چې د طالبانو د بلخ والي محمد یوسف وفا د دوشنبې ښار ته سفر وکړ، د تاجیکستان چارواکو د طالبانو سفیر په رسمي توګه ومنه.
تاجیکستان د طالبانو سفیر رسماً قبول کړ

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، سرچینو ویلي چې د بلخ د والی محمد یوسف وفا د دوشنبه ښار ته له سفر وروسته د تاجیکستان چارواکو د افغانستان د طالبانو سفیر رسماً ومنل.

د راپورونو له مخې، دا اقدام د تاجیکستان د ولسمشر امام علي رحمان په لارښوونه او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په همغږۍ ترسره سوی دی. د دې لیدنې پر مهال، د سفیر تر څنګ د افغانستان د سفارت یو شمېر دیپلوماتان هم په رسمي توګه ومنل سول.

که څه هم د دې لیدنې د محتوا په اړه تر اوسه ډېر جزئیات نه دي خپاره سوي، خو سرچینې وايي چې خبرې اترې تر ډېره د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او د سرحدي تعاملاتو پر محور متمرکزې وې.

د یادونې وړ ده، څو ورځې وړاندې د بلخ والي محمد یوسف وفا د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تاجیکستان ته سفر کړی وو او د دغه هېواد له یو شمېر دولتي چارواکو سره یې د سیمه‌ییزو اړیکو د پراخېدو او ګډو همکاریو په اړه خبرې کړې وې.

د تاجیکستان له لوري د طالبانو د سفیر رسمي منل په داسې حال کې ترسره کېږي چې دغه هېواد له ۲۰۲۱ کال راهیسې د طالبانو د واکمنۍ په اړه محتاط او کله ناکله نیوکه کوونکی دریځ درلود. څارونکي دا اقدام د دوشنبې له لوري د کابل په وړاندې د دریځ نرمېدو نښه بولي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه