تاجکستان له افغانستان سره د خپل سرحد د امنیت مسوده د ډله ییز امنیت د تړون سازمان ته د سپارلو اعلان وکړ

تاجکستان له افغانستان سره د خپل سرحد د امنیت مسوده د ډله ییز امنیت د تړون سازمان ته د سپارلو اعلان وکړ

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت نن شنبه (د حوت ۱۲مه) دا اعلان وکړ چی د ګډو امنیتي تړون د سازمان د غړو هېوادونو د وزارتونو او څانګو د استازو غونډه د حوت له ۸ تر ۱۱ مې په مسکو کې جوړه شوه. د راپورونو له مخې، په دې غونډه کې غړو هېوادونو د ډله ییز امنیت د تړون د سازمان د غړو د پروګرامونو او پرېکړو مسوده نهايي کړه او دوی د اسنادو یوه بسته د بیاکتنې لپاره د سازمان دایمي شورا ته وړاندې کړه ترڅو د دوی د وروستي تصویب په اړه پریکړه وشي.” سراج الدین مهرالدین؛ د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سږکال په دلو میاشت کې وویل چی هېواد یې تمه لري چې د پولو د پیاوړتیا پروګرام به په ۲۰۲۴ کال کې تصویب شي. د ښاغلي مهرالدین په وینا، ټاکل شوې وه چې دغه پروګرام په ۲۰۲۳ کال کې تصویب شوی وای، خو د تخنیکي دلایلو له امله تر ۲۰۲۴ کال پورې وځنډول شو.

بیشتر بخوانید:  په تېرو لسو ورځو کې له پاکستانه تر ۸۵۰۰ ډېر افغان کډوال شړل شوي دي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x