د معمار پرس د خبر له مخې؛ د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان کړی چې دوشنبه هېڅکله د شانګهای-افغانستان د همکارۍ سازمان د تماس ډلې چې د دغه سازمان د غړو هېوادونو او افغانستان ترمنځ د خبرو او همکاریو د اسانتیا په موخه جوړه شوې، له بیا پیلېدو سره مخالفت نه کوي. په دغه بیانیه کې راغلي دي: “تاجکستان د شانګهای د همکاریو د سازمان په چوکاټ کې، تل د افغانستان د مسلې په اړه د خبرو اترو پر اړتیا ټینګار کړی او هیڅکله یې د دغې ډلې له فعالیتونو سره مخالفت نه دی کړی.”
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=9102
۵ میاشتی پیش
شماره خبر 9102
منتشر شده در ۱۴:۰۲ - جوزا ۲۷, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email