تاجکستان د افغان کډوالو ډله ییز اخراج تاییدوي

د تاجکستان امنیتي چارواکو په یوه رسمي اعلامیه کې تایید کړې چې د افغان کډوالو په ګډون یو شمیر بهرني اتباع د غیرقانوني ننوتلو، د استوګنې د مقرراتو څخه د سرغړونې او امنیتي اندیښنو له امله له هیواد څخه ایستل شوي دي.
تاجیکستان اخراج گروهی مهاجران افغانستان را تأیید کرد

د معمار پرس د خبر له مخې؛ تاجک چارواکو د افغان کډوالو د یوې ډلې شړل تایید کړي دي.

د اذربایجان د رسنیو د کالیبر په حواله، د تاجکستان د ملي امنیت د دولتي کمیټې د سرحدي ځواکونو د مطبوعاتي مرکز لخوا د جولای په ۱۹مه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دا اقدام د امنیتي اندیښنو، د مخدره توکو قاچاق او د مهاجرت د نورو سرغړونو له امله شوی دی.

که څه هم په بیانیه کې په واضح ډول د افغانستان یادونه نه ده شوې، خو د رسنیو سرچینې تاییدوي چې افغان اتباع هم د شړل شویو کسانو په ډله کې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه