د معمار پرس د خبر له مخې؛ د تاجکستان د انرجۍ او اوبو وزیر دلیر جمعه له خبریالانو سره د خبرو پر مهال د افغانستان د برښنا د پور د بشپړ ادا کول اعلان وکړ او ویې ویل: افغانستان ته د طالبانو په راتګ سره که څه هم پورونه په یو وخت ادا نه شول، خو اوس د برښنا پور په بشپړه توګه ادا شوی دی. د تاجکستان ایور آسیانیټ خبري اژانس خبر ورکړی چې د اسلامي امارت حکومت د دغه هیواد د بریښنا ټول پورونه ادا کړي دي. په دغه راپور کې له تاجکستان څخه د افغانستان د وارداتي برېښنا د تېرو پورونو کره اندازه نه ده په ډاګه شوې.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7734
۱۰ میاشتی پیش
شماره خبر 7734
منتشر شده در ۱۲:۳۰ - دلو ۱۷, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email