بې پولې ډاکټران: د برقع اغوستل، روغتیایي خدماتو ته د ښځو لاسرسی محدود کړی

د بې پولو ډاکټرانو سازمان خبرداری ورکړی چې د طالبانو نوې محدودیتونه، په ځانګړي ډول د ښځو د برقع اغوستلو الزام په روغتیایي مرکزونو کې، د حیاتي روغتیایي خدماتو ترلاسه کول خورا ستونزمن کړي دي.
بې پولې ډاکټران: د برقع اغوستل، روغتیایي خدماتو ته د ښځو لاسرسی محدود کړی

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، بې پولې ډاکټرانو د طالبانو د تازه محدودیتونو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې ناروغانو، او ښځینه کارکوونکو ته د برقع اغوستل روغتیایي مرکزونو ته د ښځو د لاسرسي پر وړاندې جدي خنډ جوړ کړی دی. دغه سازمان په خپل راپور کې ویلي چې د نومبر له ۵مې تر ۷مې، د هرات ولایت په هغه روغتون کې چې د بې پولو ډاکټرانو له خوا ملاتړ کېږي، د ماشومانو د څانګې د ناروغانو شمېر د ۲۸ سلنې په کچه کم سوی دی.

سارا شاتو، د بې پولو ډاکټرانو د پروګرام مدیرې په افغانستان کې ویلي: «دغه محدودیتونه د ښځو ژوند لا پسې ستونزمن کوي او د هغوی په ټولنه کې فعال ګډون او د حیاتي روغتیایي خدماتو ترلاسه کول له ستونزې سره مخ کوي.

اوس ښځې یوازې هغه مهال روغتون ته د ننوتلو اجازه لري چې برقع واغوندي؛ دا مانا لري چې د روغتیایي خدماتو لاسرسی د درملنې اړتیا پر اساس نه، بلکې د پوښښ پر ډول ټاکل کېږي.» دغه اقدام د هغو محدودیتونو د لړۍ برخه ده چې طالبانو د واکمنۍ له بیا نیولو وروسته پر ښځو وضع کړي؛ محدودیتونه چې د بشري حقونو سازمانونو او نړیوالې ټولنې سخت غبرګونونه یې راوپارولي دي. بې پولې ډاکټرانو ټینګار کړی چې دا بهیر نه یوازې د ښځو روغتیا ته خطر پېښوي، بلکې د روغتیایي خدماتو فعالیت هم ګډوډوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x