د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، فصیح الدین فطرت، د طالبانو د پوځ لوی درستیز، اعلان کړی چې د بګرام هوايي اډې په اړه له امریکا سره هېڅ ډول معامله د دوی لپاره د منلو وړ نه ده. فطرت د یکشنبې په ورځ (۳۰ د سنبلې) د طالبانو د یو شمېر پیلوټانو د فراغت په مراسمو کې وویل چې امریکا هڅه کوي د خبرو اترو له لارې بګرام تر کنټرول لاندې راوړي. هغه ټینګار وکړ: «امریکایان په زور ونه توانېدل، اوس غواړي د سیاسي خبرو له لارې بګرام ترلاسه کړي، خو موږ د افغانستان د خاورې پر سر د معاملې لپاره تیار نه یو.» دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی چې که بګرام واشنګټن ته بېرته ور نه کړل سي، «بدې پېښې» به رامنځته سي
- د افغانستان خاوره د معاملې وړ نده
فصیحالدین فطرت، د طالبانو د پوځ لوی درستیز، د یو شمېر طالب پیلوټانو د فراغت په مراسمو کې اعلان وکړ چې د بګرام هوايي اډې په اړه له امریکا سره هېڅ ډول معامله د دوی لپاره د منلو وړ نه ده.

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=149555
۱ اونۍ مخکی
شماره خبر 149555
منتشر شده در 2:46 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
مطالب پیشنهادی