بګرام ته د امریکا ستنېدل؛ کابلوف: د امریکا پوځي یرغل پر افغانستان خطرناک او ناپېل سوی سناریو ده

ضمیر کابلوف، ویلي دي چې ناشونې ده متحده ایالات د بګرام هوايي اډې د بېرته نیولو لپاره پر افغانستان پوځي برید وکړي او دغه ډول اقدام یې د ناورین جوړونکو پایلو لرونکی وباله.
بګرام ته د امریکا ستنېدل؛ کابلوف: د امریکا پوځي یرغل پر افغانستان خطرناک او ناپېل سوی سناریو ده

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ ضمیر کابلوف، د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي په ډاګه کړې چې هر ډول پوځي اقدام د امریکا له لوري پر افغانستان د ناورین لرونکو عواقبو سبب کېدای سي. هغه زیاته کړه: «زه فکر نه کوم چې داسې برید به ترسره سي. دا موضوع تر ډېره د ټرمپ د ګرینلنډ او کاناډا د جنجالونو په څېر ده او پایلې به یې د متحده ایالاتو لپاره خورا درنې وي.» د روسیې ځانګړي استازي په دوام کې ټینګار وکړ چې افغانان د جګړې له تجربې سره نااشنا نه دي. دغه څرګندونې وروسته له هغه مطرح سوې چې د یکشنبې په ورځ، ډونالډ ټرمپ، د امریکا ولسمشر، اعلان وکړ چې تمه لري د کابل چارواکي د بګرام هوايي اډې کنټرول واشنګټن ته وسپاري او که نه، افغانستان به له «بدو پېښو» سره مخ سي. د بګرام هوايي اډه چې د کابل په شمال کې موقعیت لري، د امریکا د شل کلن حضور پر مهال د دې هېواد تر ټولو ستر پوځي تاسیس وو.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه