د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ امیرخان متقي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنجالي څرګندونو په غبرګون کې چې د بګرام هوايي اډې د احتمالي بېرته نیولو په اړه یې کړي، څرګنده کړه: «افغانستان داسې هېواد نه دی چې کوم ډول تېری ومني.» متقي د امریکا شل کلن حضور او ماتې ته په اشارې زیاته کړه: «هغه ځواک چې پخوا په افغانستان کې مات سوی، ان د دې فکر هم نه سي کولای چې بیا دې ددې خاورې د اشغال هڅه وکړي.» هغه همدارنګه خبرداری ورکړ: «هر څوک چې په افغانستان د برید جرات وکړي، د هغې پایله له مخکې معلومه ده.» دا څرګندونې وروسته له هغه وسوې چې ټرمپ د بریتانیا د سفر پر مهال وویل کېدای سي امریکا بېرته بګرام ته ستنه سي او د دې اډې ستراتیژیک موقعیت یې د سیمهییزو ګواښونو، په ځانګړي ډول د چین، پر وړاندې مهم وباله. تر دې وړاندې عبدالمتین قانع، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند، د ټرمپ څرګندونې «له کرکې ډکې» بللې وې او ټینګار یې کړی وو: «امریکا بګرام یوازې په خوب کې بېرته نیولی سي.
- د امریکا د ماتې تجربه به په افغانستان کې بیا تکرار نه سي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې، ټینګار وکړ چې افغانستان به هېڅ ډول تېری ونه مني او بهرني ځواکونه به بیا د دې هېواد خاوره اشغال نه کړي.

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=149349
۲ اونۍ مخکی
شماره خبر 149349
منتشر شده در 11:04 ق.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
مطالب پیشنهادی