د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ ډونالډ ټرمپ، د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر، د سپینې ماڼۍ په غونډه کې، پرته له دې چې مشخص مهالویش وښيي، وویل چې په راتلونکې کې به د بګرام هوايي اډې په اړه خبرې وکړي. هغه د څو اجرایي فرمانونو د لاسلیکولو پر مهال، د خپلې لومړۍ دورې د پوځ د بیا رغونې یادونه وکړه او ویې ویل: «په همدې ترڅ کې، د افغانستان او بګرام په اړه به هم خبرې وکړو.» ټرمپ د بګرام په اړه نور جزییات ورنه کړل. ټرمپ یو ځل بیا د امریکایي ځواکونو وتل «د امریکا د تاریخ تر ټولو شرموونکی ورځ» وبلله او ویې ویل چې په افغانستان کې پاتې سوي پوځي تجهیزات یوازې د امریکا د پوځ د شتمنیو یوه کوچنۍ برخه وه. ټرمپ له دې وړاندې هم ادعا کړې وه چې واشنګټن له طالبانو سره د بګرام د «بېرته ترلاسه کولو» لپاره خبرې کوي او خبرداری یې ورکړی و: «که هغوی اډه نه سپاري، بدې پېښې به رامنځته سي.» هغه په هماغو څرګندونو کې د امریکایي ځواکونو وتل «د امریکا د تاریخ تر ټولو شرموونکې ورځ» بللې وه او ادعا یې کړې وه چې په افغانستان کې پرېښودل سوي تجهیزات د امریکا د پوځ د نظامي شتمنیو یوازې یوه کوچنۍ برخه ده. په ځواب کې، ذبیحالله مجاهد، د طالبانو ویاند، په کلکه د بهرنیو ځواکونو د هر ډول ستنېدو مخالفت اعلان کړ او ویې ویل: «بګرام د افغانستان د خاوری یوه برخه ده او زموږ ولس د بهرنیو ځواکونو شتون نه مني.» په داسې حال کې چې د ټرمپ خبرې تر عملي پلان ډېر د انتخاباتي پیغامونو او د بایډن سره د سیالۍ لپاره د افغانستان د میراث بیا تعریف ښکاري. په مقابل کې، طالبانو د ملي حاکمیت پر بنسټ هر ډول بهرنی پوځي حضور سره کرښه (خط سور) اعلان کړې ده؛ نو ځکه، د امریکا بېرته بګرام ته ستنېدل په اوسنیو شرایطو کې د یو لفظي ګواښ څخه ډېر نه ښکاري.
- بګرام ته د امریکا راتګ
ډونالډ ټرمپ، پرته له دې چې د دقیق وخت یادونه وکړي اعلان وکړ چې غواړي په راتلونکې کې د افغانستان د بګرام هوايي اډې په اړه څرګندونې وکړي.

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=150374
۳ ورځې مخکی
شماره خبر 150374
منتشر شده در 3:06 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
مطالب پیشنهادی