د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ «ګازیتای مستقل» ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله ادعا کړې چې د امریکا متحده ایالات د افغانستان د بګرام د بېرته نیولو لپاره چمتووالی نیسي او ښایي د «لسګونو زرو» پوځیانو څخه کار واخلي څو پر دې اډه او شاوخوا ولایتونو، په ځانګړې توګه کابل، کنټرول ترلاسه کړي. د راپور پر بنسټ، د بګرام د بېرته نیولو لپاره د امریکا اصلي لاره له طالبانو سره خبرې دي. دا رسنۍ ادعا کوي چې شاوخوا ۸۰ سلنه د طالبانو چارواکي چمتو دي چې دا اډه وسپاري، خو هبتالله اخندزاده او د هغه نږدې کړۍ لا هم د دې طرحې مخالف دي او که خپل دریځ بدل نه کړي، امریکا به هغوی «له منځه یوسي». همدارنګه افغان سرچینو د امریکایي چارواکو په حواله دې ورځپاڼې ته ویلي چې د افغانستان پخواني استخباراتي چارواکو په امریکا کې «د افغانستان د نوې پروژې» د ګډون لپاره بلنلیکونه ترلاسه کړي دي. په بلې برخې کې راغلي چې محمد یعقوب مجاهد، د طالبانو دفاع وزیر، د چین دفاع وزارت له لوري د سفر بلنلیک ترلاسه کړی او داسې اټکل کېږي چې دا موضوع د ټرمپ د وروستیو خبرو سره په تړاو کې وي. «ګازیتای مستقل» ادعا کوي چې د ۲۰۲۵ د پیل راهیسې، د امریکایي استازو لیدنې له افغان سیاستوالو سره په جلاوطنۍ کې او د طالبانو بېلابېلو مشرانو سره څو چنده زیاتې سوې دي. دغه لیدنې په ترکیه، متحده عربي اماراتو، قطر، پاکستان او آن د افغانستان دننه ترسره سوې دي او هڅه سوې چې بېلابېل لوري د «د امریکا د نوې تګلارې» په عملي کولو کې ګډون ته وهڅول سي. یادې ورځپاڼې لیکلي چې ټرمپ «د امریکا د عظمت بېرته راوستلو» د شعار د پلي کولو لپاره په افغانستان کې د یوې ښکاره بریا اړتیا لري او هوډ لري چې د بګرام بېرته نیول د راتلونکو ۱۰ میاشتو په ترڅ کې عملي کړي.
- د امریکا نوې طرحه د بګرام د بېرته نیولو لپاره
د روسیې ورځپاڼې راپور ورکړی چې امریکا په افغانستان کې د یو «ځانګړې عملیات» د ترسره کولو لپاره د چمتووالی په حال کې ده؛ چې اصلي موخه یې د بګرام هوایي اډې بېرته نیول ښودل سوی دی.

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=150143
۵ ورځې مخکی
شماره خبر 150143
منتشر شده در 2:08 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
مطالب پیشنهادی