بهرنیو هېوادونو ته د افغان کارګرانو د لېږلو د پروسې د اسانه کولو لپاره د طالبانو غونډه

نشست طالبان برای تسهیل روند اعزام کارگران افغانستانی به کشورهای خارجی

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې ډلې د یو شمېر وزارتونو او ریاستونو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه چي د دې کار موخه بهرنیو هېوادونو ته د افغان کارګرانو د لېږلو بهیر چټکول دي. دغه پنځه اړخیزه غونډه د طالبانو د مشر ملاهیبت الله اخندزاده په امر جوړه شوې وه او د طالبانو لوړ پوړو چارواکو پکې ګډون کړی وو. په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د “پنځه اړخیزه خبرپاڼه” له چمتو کېدو وروسته به له دغو څانګو څخه هره یوه له افغانستانه بهر د کارکوونکو د لېږلو په برخه کې مشخص مسوولیتونه په غاړه واخلي.

بیشتر بخوانید:  په مزارشريف ښار کې چاودنه شوې ده
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه