د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د عقرب په ۲۳مه نېټه د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د سیاسي چارو او سولې د ټینګښت له مرستیالې رزماري ډيکارلو سره د افغانستان او سیمې پر اوسني وضعیت، د مهاجرینو پر بېرته راستنېدو، انساني مرستو او اقتصادي همکاریو خبرې کړي دي.
متقي ادعا کړې چې د طالبانو ادارې د تېر کال په اوږدو کې د شاوخوا دوو میلیونو بېرته ستنو سویو مهاجرینو بهیر «په ښه ډول مدیریت» کړی دی. هغه پرته له دې چې مستقیماً د کوم هېواد نوم واخلي، د مهاجرینو جبري ایستنه د بشري موضوعاتو د سیاسي کولو یوه بېلګه بللې او زیاته کړې یې ده: «بشري مسایل باید سیاست پورې ونه تړل سي، خو له بده مرغه په عملي ډګر کې دا کار ترسره کېږي.»
د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دواړو لورو د افغانستان پر اقتصادي وضعیت، د خصوصي سکتور د پیاوړتیا، او د نړیوالو بنسټونو د همکاریو پر پراختیا هم خبرې کړي دي. امیرخان متقي ادعا کړې چې افغانستان په سیاسي، امنیتي، اداري او اقتصادي برخو کې پرمختګونه کړي دي. هغه یو ځل بیا پرته له دې چې د پاکستان نوم واخلي، ویلي چې د طالبانو حکومت د ټولې سیمې له هېوادونو سره د «یوه هېواد» پرته خپلې اړیکې پراخې کړې دي.
له بلې خوا رزماري ډيکارلو ټینګار کړی چې د افغان مهاجرینو د بېرته ستنېدو بهیر باید «په مناسب، مسؤلانه او انساني ډول» ترسره سي. هغې ویلي چې ملګري ملتونه د بېرته راستنېدونکو او زلزلهځپلو کورنیو سره د مرستو د همغږۍ په برخه کې هڅې روانې لري او له مختلفو لورو سره خبرې کوي. ډيکارلو زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو دفتر به له افغانستان سره د سیاسي تعاملاتو د زیاتوالي لپاره خپلې هڅې جاري وساتي او په دې برخه کې به د هیڅ همکارۍ څخه ډډه ونه کړي.
متقي په پای کې ادعا کړې چې د طالبانو اداره د نړیوالو مرستندویو بنسټونو د فعالیت لپاره لازم شرایط برابر کړي او هغوی ته یې د ټول افغانستان په کچه د فعالیت امکانات ورکړي دي. هغه ویلي چې نړیوال بنسټونه باید «لا زیات عملي کار» ترسره کړي.




