بریتانیا: د ښځو د رول پیاوړتیا د افغانستان د خوندي راتلونکي تضمین دی

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي، ریچارډ لیندسي، ټینګار کړی چې د افغان ښځو ګډون د ټولو افغانانو لپاره د یو خوندي او سوکاله راتلونکي د جوړولو لپاره اړین دی.
بریتانیا: د ښځو د رول پیاوړتیا د افغانستان د خوندي راتلونکي تضمین دی

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي، ریچارډ لیندسي، ټینګار کړی چې د افغان ښځو ګډون د ټولو افغانانو لپاره د یو خوندي او سوکاله راتلونکي د جوړولو لپاره اړین دی.

ریچارډ لیندسي تېره شپه (د قوس ۲۸مه) پر خپلې ایکس پاڼه لیکلي چې تېره اوونۍ بریتانوي چارواکو د «موږ ته غوږ ونیسئ ۲۰۲۵» په نوم غونډه کې ګډون کړی او د افغان ښځو د مسؤلیت منلو‌ او رول د پیاوړتیا په اړه یې خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړې ده: «د افغان ښځو ګډون د ټولو افغانانو لپاره د یو خوندي او امن راتلونکي لپاره حیاتي ارزښت لري.»

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته، ښځې او ماشومان د کار او زده‌کړو له حقه محروم سوي او پر ټولنیزو، اقتصادي او تعلیمي فعالیتونو یې پراخ محدودیتونه لګول سوي دي.

بریتانیا او نورو نړیوالو بنسټونو بیا بیا ټینګار کړی چې د افغانستان په ټولنیزو او اقتصادي چارو کې د ښځو ګډون د سولې، پرمختګ او د خلکو د ژوند د ښه کېدو لپاره بنسټیز رول لري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x