د معمار پرس د خبر له مخې؛ د امریکا ولسمشر جوبایډن د یوه حکم له لارې د افغانانو د شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالرو شتمنیو د ضبطولو موده وغځوله. په ۲۰۲۲ کې، بایډن د “د افغانستان د خلکو د ګټو لپاره د افغانستان د مرکزي بانک د ځانګړو شتمنیو د ساتنې لپاره اجرایوي حکم” تر سرلیک لاندې د اجرایوي حکم په صادرولو سره شاوخوا ۱۰ ملیارد ډالر د افغانستان شتمنۍ ضبط کړې. سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې د جوبایډن په حواله ویلي چې په افغانستان کې د بشري ناورین او په نتیجه کې د رامنځته شوي ګواښ له امله د امریکا د ولسمشر له خوا د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۱۱ مه صادر شوی حکم به د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ له ۱۱مې وروسته نافذ شي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7764
۱۰ میاشتی پیش
شماره خبر 7764
منتشر شده در ۱۵:۰۸ - دلو ۲۱, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email